د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د پاکستان تحريک انصاف په مشر عمران خان باندې نیوکې کړی دی

باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د پاکستان تحريک انصاف په مشر عمران خان باندې نیوکې کړی دی.
په کراچۍ کې يوې غونډې ته په وينا کې بلاول بهټو زرداري وويل داسې ښودل کيږي چې سياسي موږک د نيولو نه بچ کولو لپاره په زمان پارک کې د بسترو لاندې پټ شوی دی او له هغه نه تښتېدلی دی.
بلاول بهټو وويل مونږ ټول دسياسي ادارو په شمول بايد دسياسي چونګښې پرځاى دپاکستان اؤ ددغه هيواد دخلکو ستونزو ته پام وکړو.
چيئرمېن پيپلز پارټۍ وويل پاکستان دا مهال له تاريخي اقتصادي حالت څخه تير دی، مونږ بايد دې ته پام وکړو.
ياده دي وي چي تيره ورځ د اسلام آباد پوليس يو ټيم د عمران خان ګرفتاري وارنټ سره زمان پارک ته رسيدلي وو ولي پخواني وزيراعظم د هغه نيولو نه ډډه کړي وه۔




