خلیلزاد: افغانستان د امریکا لپاره یو سرخوږی ؤ، ځکه یې پرېښود

خلیلزاد: افغانستان د امریکا لپاره یو سرخوږی ؤ، ځکه یې پرېښود
هغه زیاته کړه: “امریکا ولیدل چې ط.البان او د افغانستان پخوانی حکومت د خبرو اترو په برخه کې جدي نه وو، نو له دې امله یې باید پرته له کوم شرطه له افغانستانه ووځي.” خلیلزاد په دوام کې زیاتوي، چې که امریکا له افغانستانه نه وای وتلی، هغه سیاست چې اوس یې په اوکراین کې لوبوي، هغه وخت به نه وای ترسره شوی او ښايي روسانو ط.البانو ته ښې وسلې ورکړې وای.
(2023 / 3 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانستان د امریکا لپاره لوی سرخوږی ؤ، او باید دغه هېواد له افغانستانه پرته له کوم شرطه وتلی وای.
ښاغلي خلیلزاد په خپله نوې مرکه کې ویلي، چې امریکا غوښتل د ط.البانو او افغان ولس په هوکړې سره د دوی له وتلو سره نوی حکومت رامنځته کړي، خو داسې ونه شول.
هغه زیاته کړه: “امریکا ولیدل چې ط.البان او د افغانستان پخوانی حکومت د خبرو اترو په برخه کې جدي نه وو، نو له دې امله یې باید پرته له کوم شرطه له افغانستانه ووځي.” خلیلزاد په دوام کې زیاتوي، چې که امریکا له افغانستانه نه وای وتلی، هغه سیاست چې اوس یې په اوکراین کې لوبوي، هغه وخت به نه وای ترسره شوی او ښايي روسانو ط.البانو ته ښې وسلې ورکړې وای.
اړوند موضوعات:
راتلونکې اونۍ به د امریکا کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بیاکتنه وکړي
د امریکا پخوانی استازی ټینګار کوي چې اشرف غني او ټیم یې په دې باور وو چې امریکا به له افغانستانه ونه وځي. له همدې امله، دوی خبرې اترې جدي نه بولي.






