وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره ليدلي او د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو يې خبرې اترې كړې دي
باغي ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره ليدلي او د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو يې خبرې اترې كړې دي۔
وزيراعظم شهباز شريف د قطر د امير په غوښتنه د ملګرو ملتونو لخوا جوړ شوي کانفرنس کښې د ګډون لپاره قطر ته تللې دې۔
وزيراعظم شهباز شريف او د قطر امير د پاکستان او قطر ترمېنځه د اقتصادي او سرمايه کارۍ پشمول نورو څانګو کښې د شريکې علاقې په لويو مسئلو خبرې اترې وکړې.
د قطر امیر د فیفا ورلډ کپ کامیاب انعقاد لپاره د قطر په پرمختګ کښې د پاکستانی کارکونکو د کوششونو او د پاکستانی امنیتی چارواکو د کارکردګۍ ستائنه وکړه.
د دواړو مشرانو تر منځ د لیدنې په اعلامیه کې ویل شوي چې له پاکستان څخه قطر ته د ماهرو کسانو د راتګ پر لارو چارو هم خبرې وشوې.
د قطر امیر د پاکستان او قطر تر منځ د اقتصادي همکاریو په زیاتولو کې د خپلې خوښې څرګندونه وکړه او د پاکستان په پرمختګ کې یې د قطر د بشپړې همکارۍ او ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
لومړي وزیر شهباز شریف د قطر امیر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه، چې هغه ومنله.