د لنډي کوتل اولس حق اخستلو لپاره به زمونږ مبارزه جاري وي: الیاس شینواري

0
180

باغی ټی وی رپورټ
د خیبر ضلعې تحصیل لنډي کوتل شینوارو،افریدو،پسید خیلو او شلمانو د بجلۍ لوډشیډنګ په ضد کامیاب احتجاجي پرلت په اړه الیاس شینواری،امیرنواز،کلیم الله شینواری،عزیز افریدی،نور امین اپریدی،منظور شینواري په لنډیکوتل پریس کلب کښې خبري غونډې ته په وینا کښې د ټولو قامونو او اولس شکریه اده کړه .

دوی اوویل چې د اولس حقونو لپاره به مبارزه جاري وساتی او په هر ځای کښې به د اولس حق لپاره آواز پورته کړی.

مشرانو اوویل چې دوی غواړی چې ددې سیمې د اولس خدمت وکړی ځکه دا اولس د ژوند ډیرو ستونزو سره مخ دې .

د لنډي کوتل بجلۍ ستونزې د هواري لپاره جوړې شوې کمیټې مشرانو اوویل چې دوی د سیاسی،غیر سیاسی مشرانو او د ځایی دینې عالمانو هم شکریه ادا کوی چې ددوی احتجاج ی کامیاب کړو.
دووی اوویل چې دا مبارزه به د اولس د حقونو د اخستلو لپاره جاري وساتي.

مشرانو د خلقو اوغوښتل چې بجلي ضایع نه کړی او د بجلۍ په کارولو کښې ډیر خیال وساتی چې په ګرډ سټیشن ډیر بوج را نه شي .

Leave a reply