د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

0
115

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

5 مارچ یکشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیر مازدیګر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې او سرپرستې اغلې رافایلا یودیچي او مل پلاوي سره ولیدل.

 

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه په پیل کې ښاغلي نیکولسن افغانستان ته پر راتګ خوښي څرګنده کړه وې ویل، سره لدې چې زموږ او ستاسو دین جلا دی، خو بیا هم ګڼ مشترکات لرو؛ موږ سیاست او بشري مرستې یو له بل سره نه تړو، بلکې په افغانستان کې به حضور ولرو او مرستې به مو روانې وي.

 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي څرګنده کړه، افغان انجونې او هلکان زدکړه غواړي او موږ هم د دواړو له تعلیم څخه ملاتړ کوو؛ هیله لرم په افغانستان کې د هلکانو او انجونو پرمخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي.

 

ښاغلي نیکولسن د وړاندیز په ډول وویل، اسلامي امارت دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلاء مشورې هم واوري، ځکه د افغانستان تېر حکومت هم همدې انحصار ونړاوه.

 

ورپسې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د اروپایي ټولنې نقش ته د قدر په سترګه ګوري او هیله ده تاسې د افغانستان اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دغو اړیکو په لا پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولرئ.

 

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط او معیارونه بشپړ کړي نو نړیوال هم باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان اسلامي امارت پر تفاهم او ډیالوګ باور لري او له نړۍ غواړي چې هره ستونزه له امارت سره مخامخ مطرح کړي.

 

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت تامین، د مخدراتو تولید او قاچاق بند، د جنایي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نیول شوې ده، افغانان په ډاډ سره په خپل هیواد کې ژوند کوي، خو اسلامي امارت ددې لاسته راوړنو په ساتنه کې د نړیوالو مرستې ته هم اړ دی.

اړوند موضوعات

د اروپایي ټولني استازو د فساد پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې ده.

 

مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ډاډ ورکړ، د افغانستان اسلامي امارت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، تراوسه هېڅ داسې سند او ثبوت نشته چې له افغانستان څخه دې چاته خطر پېښ شوی وي.

Leave a reply