لنډیکوتل کښې د بجلۍ ستونزه او زما یو څو ګډې وډې خبرې

0
84

نصیب شاه شینواري
قبایلي سیمې اولس د تیرو څو کالونه د ژوند یو شمیر ستونزو سره مخ دې، د ژوند په دې ستونزو کښې یوه ستونزه د بجلۍ هم ده چې د قبایلي سیمې اولس ی سختو ستونزو او مایوسې سره مخ کړې دې.

کله چې د ټیسکو چارواکو په ضلع خیبر کښې د بجلۍ سپلایی وخت دوه ساعته مقرر کړو نو په دې وخت کښې د لنډیکوتل اشخیل سیمې یو ځوان الیاس شینواري مخې ته راغې او د ټیسکو دې پریکړې په ضد ی د مبارزه کولو پریکړه وکړه ،شینواري،اپریدي او د شلمان قام ی هم ملاتړ وکړو او د پیښور او تورخم په لویه لار ی د ټیسکو چارواکو د دو ساعتونو بریښنا ورکولو په ضد احتجاجي پرلت پیل کړو او لویه لار ی هم د تجارتي مال وړونکو ګاړو په ضد وتړله، عام اولس د بریښنا په لوی سپلایی لاین زنځیر واچولو او لنډي کوتل ګرډ سټیشن ته ی د بريښنا سپلایی بنده کړه.
الیاس شینواري سره نور ملګري هم وو او چې دوی دا پرلت پیل کړو نو دوی سره د سیاسي پارټیو مشران هم یو ځای شول او د ټیسکو په ضد ی په دې احتجاج کښې برخه واخسته.
په دې وخت په تحصیل باړه او تحصیل جمرود کښې هم د بجلۍ د لوډشیډنګ په ضد احتجاج پیل شوې وو او ددې تحصیل مشران او ځوانان په دې کښې بریالي شول چې آخر هم ټیسکو اهلکار دې ته راضي شول چې اولس ته به ۶ ساعته بجلي ورکوي، ددې پریکړې کول وو چې په لنډیکوتل کښې هم د بجلۍ په اړه جوړه شوې د کمیټۍ مشرانو د لنډي کوتل ګرډ سټیشن اهلکارو سره لیکلې معاهده لاسلیک کړه چې په دې سیمه کښې به هر فیډر ۶ ساعته بریښنا اولس ته ورکړي، ددې پریکړې عام اولس ستاینه وکړه او احتجاج ی پای ته ورسول او د پیښور او تورخم لویه لار ی هم د تجارت په مخ خلاصه کړه.
دلته یوه پوښتنه راولاړیږي، کوم کار چې ددې سیمې سیاسي مشرانو او پارټیو له په کار وو ، هغه د الیاس شینواري او کلیم الله شینواري په شکل کښې دو ځوانانو ترسره کړو.
که دا اوویل شي چې د بجلۍ د ستونزې په اړه چې دې یو څو ځوانانو دا قدم پورته کړو او ټول قام ی په اتفاق کړو نو دا سیاسي او غیر سیاسي مشران بیا د قوم باغ مولې دي؟ آخر دوی د قوم مرض دوا ده؟

Comments are closed.