پاکستان په کندوز کښې ترهګر برید غندلې دې

0
47

باغي ټي وي رپورټ
د جمعې په ورځ د افغانستان په کندوز ولایت کښې د خان آباد د شیعه مسلک په جماعت کښې د چاودنې پاکستان په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده او په افغانستان او په هره سیمه کښې ی د ترهګرې کولو مذمت کړې دې.

د پاکستان وزارت خارجه ویاند عاصم افتخار په یو بیان کښې د جمعې ورځ د کندوز ولایت برید په سختو ټکو کښې غندلې دې او د متاثره افغان وګړو د کورنې سره ی د شریک غم څرګندونه کړې ده. ویاند ویلی دي چې د غم په دې وخت کښې افغان اولس سره ولاړ یو.
یاده دې وي چې نن د جمعې په ورځ په کندوز کښې په یو برید کښې ۵۰ کسان وژل اووژل شو، یاده دې وی چې ددې برید پړه د داعش خراسان ډلې په خپله غاړه واخسته، د کندوز ولایت ویاند وایی چې په دې برید کښې د وژل شوو وګړو شمیره ۸۳ ده.
په افغانستان کښې د پاکستان سفارت هم دغه برید غندلې دې. په کابل کښې د پاکستان سفارتخانې هم دغه برید غندلې دې.


د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان خصوصي نماینده په محمد ضادق هم په خپل یو ټویټ کښې ددې برید په سختو ټکوکښې غندنه کړې ده او ویلي دي چې پاکستان او پاکستاني عوام د افغانستان سر په دې غم کښې شریک دې او ددې برید مذمت کوي.

Leave a reply