د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان په ضد د عدالت د توهين مقدمې درخواست لاهور هائي کورټ کښې جمع کړے شوے دے

0
78

باغي ټي وی رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان په ضد د عدالت د توهين مقدمې درخواست لاهور هائي کورټ کښې جمع کړے شوے دے۔

د لاهور هائي کورټ کښې د يو مقامي وکيل لخوا درخواست دائر کړے شوے وو چې پکښې عمران خان ته خواست کړے شوے دے۔
درخواست کې وئيل شوي دي چې دعمران خان په مشرۍ کې دعدليې په ضد منظم کمپاين روان دى، دډپټي سپيکر دحکمې په ضد دججانو په ضد کمپاين ترسره شوى.

درخواست کښې زياته کړې شوې ده چې عمران خان لاهور هائي کورټ او اسلام آباد کښې د پيشي په وخت له جسټس سره عدالتونو کښې حاضر شو، حکومتي ودانيو ته يې زيان اوښتو او په عدالت کښې حاضر شو نعرې وهل د عدالت توهين دے.

درخواست کې داهم وئيل شوي وؤ چې داسلام اباد په جوډيشل کمپلکس باندې دبريد منصوبه بندي شوې وه، ددغه بريد طريقه کار عمران خان ؤ اؤ عمران خان په عدليه دباو اچولو لپاره کارکنان جوډيشل کمپلکس ته راوبلل نو دلاهور هاي کورټ دتوهين عدالت دائر کړل. د عمران خان په ضد عدالت دی اقدام وکړی او عدالت ته د جواب لپاره راوبلی.

Leave a reply