د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې مفتاح اعظم په خپله تګلاره کښې کامياب شوے دے او د اسحاق ډار په تګلاره کښې څه مشکلات موجود دي

0
96

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې مفتاح اعظم په خپله تګلاره کښې کامياب شوے دے او د اسحاق ډار په تګلاره کښې څه مشکلات موجود دي۔

شاهد خاقان عباسي نن د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال وويل چې د پنجاب او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ منحلولو موخه يوازې ګډوډي وه، وفاقي حکومت دې خپله موده پوره کړي که نه نو سبا به څوک صوبايي اسمبلۍ منحل کړي او غوښتنه به کوي چې وفاقي انتخابات دې وشي.

ده ووئيل مفتاح اعظم په خپله تګلاره كښې كامياب شوي او د اسحاق ډار تګلاره ځينې مشکلات لري خو د سختو پرېكړو سياسي قيمت لري خو د پارټې کارکنان د پارټۍ سره ولاړ دي۔ شاهد خاقان اوويل چې مسلم ليګ (ن) به په دواړو صوبو کې په پوره توګه برخه اخلي او هيله لري چې وګټي.

په عدلیې د نیوکې په اړه هغه وویل چې اوس خلک بنچ ته ګوري او وايي چې څه پریکړه کیږي.

Leave a reply