وفاقي وزير احسن اقبال د نوازشريف د نااهلۍ پریکړې ته د بيا کتنې غوښتنه کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: وفاقي وزير احسن اقبال د نوازشريف د نااهلۍ پریکړې ته د بيا کتنې غوښتنه کړې ده۔
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په وخت احسن اقبال وويل کله چې نواز شريف نااهل شو نو هغه ته د اپيل حق نه وو ورکړے شوے.
ده ووئيل د عدليې احترام شته خو د (ن) ليګ په ضد د پي ټي آئي په ملاتړ كښې د يو څو خاصو ججانو لخوا پرېكړې راځي، عمران خان اسمبلۍ ماتولې نو د دې لپاره چې نظام سقوط وكړي۔
احسن اقبال وويل عمران خان په ښه نيت سره دپنجاب اؤ خيبرپښتونخوا اسمبلۍ نۀ ده منحل کړې، دانتخاباتو څخه هيڅوک نۀ دي وتلي، آيا هغوي داسې انتخابات کول غواړي چې نوره هم جنجالونه پيدا کړي؟





