پخواني وفاقي وزير شيخ رشيد وزيراعظم شهباز شريف ته مشوره ورکړې چې په صوبو او وفاق کښې په يو وخت انتخابات ترسره کړي

0
171

باغی ټی وی رپورټ
پخواني وفاقي وزير شيخ رشيد وزيراعظم شهباز شريف ته مشوره ورکړې چې په صوبو او وفاق کښې په يو وخت انتخابات ترسره کړي.

د جيو نيوز پروګرام له شاهزيب خانزاده سره خبرو کې شيخ رشيد احمد وزيراعظم شهباز شريف ته مشوره ورکړې چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې دې قومي اسمبلۍ منحل کړي چې په صوبو او وفاق کې په يو وخت انتخابات ترسره شي.

هغه وويل که په صوبو کې د عمران حکومت د پنځو کلونو لپاره جوړ شي نو د قامي اسمبلۍ د کانديدانو لپاره به اعلانونه وکړي.

د عمران خان لخوا د آرمي چيف سره د ملاقات په اړه شيخ رشيد وئيلي دي چې د دام درود پکار ده، عمران خان بايد د آرمي چيف سره ملاقات وکړي، دا سوچ غلط دی چې عمران خان د پوځ سره د ملاقات په مهال اړيکې خړې پړې شي.

ياده دي وي چي صدر عارف علوي د اپرېل په 30مه نېټه د پنجاب انتخاباتو لپاره منظوري ورکړې وه۔

Leave a reply