د پاکستان تحریک انصاف نائب چیرمین شاه محمود قریشي او مشر اسد عمر په شمول د پي ټي آئي 83 نیول شوي کارکنان خوشي شوي دي

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف نائب چیرمین شاه محمود قریشي او مشر اسد عمر په شمول د پي ټي آئي 83 نیول شوي کارکنان خوشي شوي دي.
تيره ورځ د لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف په جيل بهرو کښې نيولي شوي مشرانو د خوشي کولو حکم ورکړے وو۔
له خوشي کېدو وروسته ميډيا سره خبرو کې اسد عمر وويل په جيل کې په تلو فخر کوي، په بند خونو کې شوي فيصلې ختميږي.
د لاهور نه د اسد عمر په شمول ۲۴ مزدوران او د سرګودها نه ۵۹ مزدوران د راجن پور ضلعي جيل ته منتقل کړی شوي دي.
د تحريک انصاف زلفي بخاري او فياض الحسن چوهان هم د سر ګودها جيل نه خوشي شوي دي، په خوشي شوو کسانو کښې صداقت عباسي، اعجاز خان جازي، لطيف عباسي او نور شامل دي.
د دې تر څنګ د پنجاب پخوانی ګورنر عمر سرفراز چیمه، سناتور ولید اقبال او اعظم خان نیازی هم په جېل کې پاتې دي.






