د چاروازي په سیمه کښې د بجلۍ لوډشيډنګ په ضد احتجاجي پرلت په دويمه ورځ هم دوام لري ،د پیښور او.تورخم لویه لار تړلې ده

0
118

باغي ټی وی رپورټ

لنډي کوتل: د چاروازي په سیمه کښې د بجلۍ لوډشيډنګ په ضد احتجاجي پرلت په دويمه ورځ هم دوام لري ،د پیښور او.تورخم لویه لار تړلې ده

لنډي کوتل کښې د احتجاجي پرلت کوونکو مشرانو ته د ټیسکو چارواکو له لورې ورکړل شوې د 4 ساعتونو بریښنا ورکولو وړاندیز ځایی مشرانو رد کړ او غوښتنه یې وکړه چې د زاړه شیډول مطابق دې شپږ ساعته بجلۍ ورکړل شی که نه نو پاک افغان لویه لاره به بنده وی او احتجاجي پرلت ته به هم دوام ور کوي.

په دې موقع به د بجلئ لوډشيډنګ په اړه احتجاجي پرلت کوونکو کښې سياسي مشران سید مقتدر شاه افریدی زرنور افریدی. شاه حسین شینواری ،تحصیل چیرمین شاه خالد شینواری، چیرمین عزیزالله افریدی، چیئر مین حاجی شیر آفریدی، چیرمین ولی محمد شینواری، مراد حسین آفریدی شاه کر افریدی. الیاس شینواری، کلیم الله شینواری، امیر نواز شینواری، بنارس شینواري او د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو او د سیمې یو شمیر نورو مشرانو اوویل چې که شپږ ساعته برېښنا ورنه کړل شي، نو په خیبر سیمه کې به د تاجکستان بجلۍ ټاورونه ړنګ کړي.

د بجلۍ لوډشیډنګ په ضد د احتجاجي ناستې په مهال د پاک افغان لویه لار بندیدو له وجې دواړو خواو ته په سلګونو تجارتي سامان وړونکي ګاډي ولاړ دي چې له وجې ټرانسپورټران او ډرائيوران سخت اغیزمن شوي او دوی مالي ستونزو سره مخ دي.
د احتجاجي غونډي ګډونوالو ويلي دي چي تر هغه وخته پوري به د پاک افغان لويه لار بنده وي چي بريښنا په پخواني شيډول نه وي بحال کړې.

Leave a reply