اليکشن کميشن په پنجاب کښې د انتخاباتو نيټې تجویز کړې په داسې حال کښې چې په خيبر پښتونخوا کښې د انتخاباتو لپاره ګورنر ته خط استولے شوے دے
باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: اليکشن کميشن په پنجاب کښې د انتخاباتو نيټې تجویز کړې په داسې حال کښې چې په خيبر پښتونخوا کښې د انتخاباتو لپاره ګورنر ته خط استولے شوے دے۔
د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کښې یوه غونډه شوې چې پکښې الیکشن کمیشن صدر او د خېبرپښتونخوا ګورنر ته خطونه لیکلي دي.
الېکشن کمېشن په پنجاب کې د اپرېل له ۳۰مې نه د مې تر ۷مې نېټې د انتخاباتو لپاره نېټه وړانديز کړې ده.
اليکشن کميشن د خيبرپښتونخوا ګورنر ته يو خط هم ليکلي دي چې پکښې وئيلي شوي دي چې د صوبې د انتخاباتو په اړه ستاسو جواب ته انتظار دي۔
د ټاکنو کمېسیون وايي چې د سترې محکمې د پرېکړې په رڼا کې یې ولسمشر ته یو مکتوب استولی دی.
د سترې محکمې تر پرېکړې وړاندې د هېواد ولسمشر د اپرېل نهمه نېټه په دواړو اسمبلۍ کې د ټاکنو نېټه ټاکلې وه.
وروسته سپریم کورټ د دې معاملې نوټس اخیستو سره په خپله پرېکړه کې په ۹۰ ورځو کې دننه په دواړو صوبو کې د انتخاباتو امر کړی دی.