د کاليفورنيا ايالتي اسمبلۍ غړي او د پاکستاني امريکني ډيموکراټ ډاکټر آصف محمود په ګډون يو پلاوي د وزيراعظم شهباز شريف سره وليدل
باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: د کاليفورنيا ايالتي اسمبلۍ غړي او د پاکستاني امريکني ډيموکراټ ډاکټر آصف محمود په ګډون يو پلاوي د وزيراعظم شهباز شريف سره وليدل۔
د وزيراعظم او د امريكې پلاوي ترمېنځه په ملاقات كښې د پاكستان او امريكې اړيكو په لا پراختيا ټينګار وشو۔
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې پاکستان د امريكې سره د اوږدې مودې تعلقاتو قدر كوي او د كال 2023م په 9مه جنورۍ د كاليفورنيا او پنجاب ترمېنځه د “سسټر رياست قرارداد” د لاسليك هركلې كوي۔
وزيراعظم ووئيل پنجاب او كليفورنيا په تجارت، سرمايه كارۍ، زراعت، آئي ټي، تعليم او كلتوري تبادلو كښې په ګډه كار كولې شي۔