په هند کې محکمې ریکشا چلوونکي ته امر کړی چې د موټرسایکل له وهلو او بیا د بحث وروسته یوه ونه وکري او پنځه وخته لمونځ وکړي

0
188

باغي ټی وی رپورټ
په هند کې محکمې ریکشا چلوونکي ته امر کړی چې د موټرسایکل له وهلو او بیا د بحث وروسته یوه ونه وکري او پنځه وخته لمونځ وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د مهاراشټرا ایالت په مالیګاو ښار کې یوې مجسټرېټ محکمې په دې وروستیو کې یو مسلمان سړی د سړک د غاړې د یوې حادثې او جنجال په قضیه کې محکوم کړی او ورته یې امر کړی چې پنځه وخته لمونځ وکړي او د بند پر ځای دوه ونې وکري.

راپورونه وايي، په ۲۰۱۰ کال کې د ۳۰ کلن رؤف عمر خان په نوم د یوه رکشا چلوونکي پر ضد مقدمه درج شوې وه، کله چې هغه له موټرسایکل سره ټکر وکړ او بیا یې له موټرسایکل چلوونکي سره شخړه وکړه.

رؤف خان د هند د جزا قانون د 323 (په خپله خوښه د زیان رسولو)، 325 (د سخت زیان رسولو)، 504 (په قصدي توګه د سولې ګډوډول) او 506 (جنایي ګواښ) لاندې مقدمه درج شوې. د هندي ميډيا له مخې د 13 كالو وروستو مجسټرېټ تيجوانت سنګه سندھو د 1958 كال د مجرمانو د محاكمې قانون د 3 سيکشن 3 لاندې رؤف عمر ته د 323 سيكشن لاندې سزا اورولو په ځائ د جومات په احاطه كښې دوه ونې كرلې۔ حادثه او کښت یې وکړ، د ساتنې امر یې وکړ.

د یادولو وړ ده چې د مجرمینو د محاکمې قانون، 1958 برخه 3 مجسټریټ ته واک ورکوي چې یو مجرم د نصیحت یا اخطار وروسته خوشې کړي ترڅو هغه جرم تکرار نه کړي.

د اورېدنې په مهال ملزم عدالت ته ووئيل چې د مسلمانېدو باوجود په منظمه توګه لمونځ نه کوي، په دې اړه عدالت ورته د ونې د لګولو او پالنې امر وکړو او دغه راز يې په ٢١ ورځو کې په ورځ کې پنځه وخته لمونځ ادا کولو امر وکړ.

Leave a reply