افغانستان بانک وایي د را روانې شنبې په ورځ ۱۶میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.

0
100

افغانستان بانک وایي د را روانې شنبې په ورځ ۱۶میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.

 

مارچ 2 پنشنبه 2023

 

د افغانستان بانک څخه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې یاد بانک غواړي د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لاري تر ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو پوري د لیلام په ډول وپلوري.

 

په خبر کې راغلي چې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرائطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

 

خبر وایي چې داوطلبۍ کې ګډون ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځي تر پایه پوري تصفیه کړي.

اړوند موضوعات

افغانستان بانک از تصمیم اخیر محکمه دولتی آمریکا استقبال کرده است

خبر کې همداراز راغلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قېمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

Leave a reply