وفاقي کابينې د بجلۍ لائن لاسز کمولو او د بجلۍ غلا په ضد د سختو ګامونو پورته کولو هدايات کړي دي

0
168

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: وفاقي کابينې د بجلۍ لائن لاسز کمولو او د بجلۍ غلا په ضد د سختو ګامونو پورته کولو هدايات کړي دي۔

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې د جنورۍ په 23مه نيټه د بجلئ بريکس ډاؤن په اړه 18 صفاتو مشتمل رپورټ وړاندې کړے شو۔ذرائعو ترمخه د کابينې غړو په دغه رپورټ تفصيلي بحث اوکړو۔

دسرچينو ترمخه په رپورټ کې NTDC، نيپرا او پاور کنټرول منيجمنټ او شفټ انچارج ذمه واري ګرځول شوي دي، کابينې د ذمه دار افسرانو او پرسونل په ضد د محکمه کارروائي کولو منظوري ورکړې ده.

وزيراعظم په 3 پرله پسې بريفنګونو د خپګان څرګندونه وکړه او د برېښنا وزارت ته يې هدايات ورکړ چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنيوي لپاره جامع پلان جوړ کړي.

سرچينې وائي چې دکابينې په غونډه کې دبريښنا لاين ضايعاتو اؤ دبجلۍ غلا په اړه هم بريفنگ ورکړل شوى.

دسرچينو ترمخه کابينې دبريښنا لاين ضايعاتو کمولو اؤ دبجلۍ غلا په ضد د سختو گامونو اخستو هدايت کړى.

Leave a reply