په کشمیر کښې د هند ځواکونو ظلمونه او قتلونه

باغي ټي وي رپورټ
د هند تر قبضې لاندې په مقبوضه کشمیر کښې په رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوی دي چې په دې سیمه کښې دوه استاذان وژل شوي دي او په یوه بله پیښه کښې د هند فوځ یو اهلکار ځان وژنه کړې ده.
د سرینګر نه د این این ایی نیوز ایجنسې یو رپورټ زیاتوي چې د زیارت په ورځ په مقبوضه کشمیر کښې دوه استاذان د نا څرګنده کسانو د لاسه اووژل شول، استاذان په ډزو اوویشتل شول او وژل شو دي، په یوه بله پیښه کښې په جمو کښې یو فوځي اهلکار ځان ځندۍ کړې او وژلې دې.
یاده دې وی چې نن په مقبوضه کشمیر کښې د هند فوځ او حکومت له طرف نه لګول شوې کرفیو یعني د ګرځبندیز ۷۹۵ ورځ پوره شوه، د هند ظالم حکومت او فوځ د ۱۲ ملیونه زیات کشمیري مسلمانان په کورونو کښې زندانیان کړي دي او دوی باندې پابندي لګول شوي چې کورونو نه بهر را و نه ووځي.
هند حکومت څه دپاسه دوه کاله وړاندې د کشمیر په اړه یو د ظلم او ناانصافي قانون د پارلیمان نه پاس کړې چې د هغې قانون له وجهې وس د کشمیر علاقې د هند حکومت ملکیت ښودل شوي او د کشمیري مسلمانانو نه د کشمیر علاقه او د خپل پلار او نیکه زمکې د هند ظالم حکومت په زوره قبضه کول غواړي، هم ددې بې انصافي او د ظلم قانون د پاس کولو نه پس هند په دې علاقو کښې کرفیو لګولې ځکه چې کشمیریان ددې ظلم او د ناانصافي قانون خلاف دي او دوی د هند نه آزادي او خپلواکي غواړي او پاکستان سره شامیلیدل غواړي.





