د افغانستان په خوست ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان د مهمو قوماندانانو په ګډون شپږ ترهګر وژل شوي او ۱۵ نور سخت ټپیان شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په خوست ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان د مهمو قوماندانانو په ګډون شپږ ترهګر وژل شوي او ۱۵ نور سخت ټپیان شوي دي.
دسرچينو له مخې په وژل شوؤ کې دټي ټي پي کمانډران عبدالمنان، عالم خان مداخيل، کجير اؤ درې نامعلومه وسله وال شامل دي.
سرچينې وائي په ژوبل شوؤ کې دټي ټي پي کمانډر فضل امين، کمانډر محمد عرف طوفان اؤ کمانډر نورپاو خان شامل دي.
په ټپیانو کې د دوی تر څنګ فقیرالله تروزی، سات کی، علي سرخکان، زبیر، هجرت الله، کمال، شیرافضل، بخت الله، ذبیح الله او دوه تنه نا معلوم ترهګر هم شامل دي.






