vپه ټول هیواد کې د لمړي ډیجیټل سرشمیرنې پیل شوی، خلکو ته لارښوونه شوې چې د موبایل او کمپیوټرونو ، د انټرنیټ له لارې خپل او د کورنۍ تفصیلات داخل کړي

0
168

باغي ټی وی رپورټ

په ټول هیواد کې د لمړي ډیجیټل سرشمیرنې پیل شوی، خلکو ته لارښوونه شوې چې د موبایل او کمپیوټرونو ، د انټرنیټ له لارې خپل او د کورنۍ تفصیلات داخل کړي.

د اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، پيښور، کوئټه او ګلګت بلتستان پشمول ټول ملک کښې ډيجيټل مردم شماري شروع شوې ده۔

د مردم شمارۍ چيف کمېشنر ووئيل چې د مردم شمارۍ په اړه د ټولو صوبو نظرونه اخستل شوي دي، د مردم شمارۍ اولنۍ مرحله به د مارچ له 15 نه تر 15مې نېټې پورې كېږي چې يوه مياشت وروسته به د مردم شمارۍ نتيجې ملت ته وړاندې كولې شي۔
بايد يادونه وشي چې دا پروسه په هېواد کې د نفوسو په تناسب د منابعو د برابرولو په برخه کې ډېره مهمه ده.

د سرشمیرنې لپاره یو ډیجیټل پلیټ فارم چمتو شوی چې پکې هر سړی باید د کمپیوټر یا ګرځنده تلیفون له لارې خپل ځان او کورنۍ رجسټر کړي.

د رجسټرېشن پروسې له تېرېدو وروسته به هر وګړی پاسورډ ترلاسه کوي او د دې له لارې به د خپل ډیجیټل سرشمیرنې فورمه ډکوي او د تصدیق وروسته به په موبايل کې یو UTN نمبر ترلاسه کوي ، دا شمیره به د سرشمیرنې لپاره راغلو کارمندانو ته وښیې او تصدیق به شي.

په هر حال دا ستونزه هم شته چې په هېواد کې نه د انټرنټ اسانتيا شته، نه هر څوک له کمپيوټر او سمارټ فون سره اشنا دي او نه هم دومره سواد لري چې لارښوونې ولولي، نه داسې دولتي مرکزونه شته، نه سياسي ګوندونه او نه ټولنيز سازمانونه. د خلکو د راجستر کولو لپاره دا ډول تنظیم شوی.

عام وګړي تر اوسه د سرشمیرنې په اړه پوره خبر نه دي او نه هم په رسمي کچه په دې اړه په پراخه کچه تبلیغ شوی، دا به ستونزمنه وي چې د سرشمېرنې په څېر د داسې مهم کار بشپړې پایلې په لنډ وخت کې ترلاسه شي.

Leave a reply