د وزیراعظم پیکج لاندې د یوټیلټي سټورونو نرخونه په دوه میاشتو کې د دویم ځل لپاره زیات شوي دي

0
91

باغي ټي وی رپورټ
د وزیراعظم پیکج لاندې د یوټیلټي سټورونو نرخونه په دوه میاشتو کې د دویم ځل لپاره زیات شوي دي.

د سند ترمخه د وزيراعظم پيکج لاندې يوټيليټي سټورونو کښې غوړي 115 روپۍ في کلو ګران شوي دي، اوس سبسډي شوي غوړي له 375 روپو څخه 490 روپو في کلو ته پورته شوي دي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د غوړیو په بیه کې ۷۵ روپۍ فی کیلو ګرامه زیاتوالی راغلی و، په تېرو ۲ میاشتو کې د وزیر اعظم پیکج لاندې غوړي ۱۹۰ روپۍ فی کیلو ګران شوي دي.

د سند له مخې د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام ګټه اخیستونکي به د غوړیو په نرخونو کې د زیاتوالي څخه مستثنی وي ، د دوی لپاره به د غوړیو نرخ 300 روپۍ فی کیلو پاتې وي.

Leave a reply