لنډي کوتل ځایی اولس د پیښور او تورخم لویه لار د بجلۍ د نشتوالي په ضد تړلې ده

باغي ټی وی رپورټ
لنډي کوتل: د پیښور او تورخم لویه لار چروازې په ځاې کې د بجلۍ لوډشيډنګ په ضد تړل شوې ده، د احتجاجا په توګه د لنډي کوتل بازار هم په مکمله توګه بند کړی شوی دی.
د لنډې کوتل بازار تاجران وايي د بجلۍ لوډشيډنګ په ضد به په احتجاجي ناسته کې ګډون کوي.
بل اړخ ته د بجلئ لوډشيډنګ په ضد د سيمي خلق،سیاسی او غیر سیاسی مشران چروازې ځای ته رسيدلي او د احتجاج په توګه ی لویه لار بنده کړې ده، خلقو په لویه لار پرلت پیل کړې.
د لنډي کوتل خلق وايي تر هغه به احتجاج او پرلت ته دوام ورکوي چې د زاړه مهالویش سره سم برېښنا نه وي.






