د لیبیا د کشتۍ په پیښه کې د وژل شوي ځوان د کورنۍ په غوښتنه، FIA ګجرات دوه انساني قاچاق وړونکي ونیول
باغي ټی وی رپورټ
د لیبیا د کشتۍ په پیښه کې د وژل شوي ځوان د کورنۍ په غوښتنه، FIA ګجرات دوه انساني قاچاق وړونکي ونیول.
ياده دې وي چې په دې ورستيو کې له ايټاليا وروسته په ليبيا کې هم د کشتۍ د ډوبېدو پېښه شوې وه چې پکې درې پاکستانيان مړه شوي وو.
د ليبيا د کشتۍ په پېښه کې د ککړو انساني قاچاقبرانو خلاف مقدمه د منيب الرحمان د پلار په شکايت درج شوې ده چې په پېښه کې مړه شوي دي.
په دې اړه ايف آئي اے کارروائي کړې او په مقدمه کښې نامزد 6 ملزمانو نه ئي 2 انساني قاچاقبران نيولي دي۔
د ايف آئي اے ډپټي ډائريکټر غلام سرور وڑائچ وينا ده چي نيولي شوي ملزمان کښي راجه راحيل او سفيان شامل دي ملزمان د ګجرات ښار کوټله ارب علي خان نه نيولي شوي دي۔
غلام سرور وويل، چې په قضيه کې د حمزه او افاق په نومونو دوه انساني قاچاق وړونکي په ليبيا کې اوسېږي، په داسې حال کې چې تورن حمزه د انساني قاچاق د ډلې مشر دى.