دپيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې مونږ جمهوري گوند يو او ټولټاکنو ته تيار يو
باغي ټی وی رپورټ
دپيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې مونږ جمهوري گوند يو او ټولټاکنو ته تيار يو، د سپريم کورټ تفصيلي فيصلې کتلو وروستو پرې تبصره کولى شي، ټولټاکنې په دريو مياشتو کې کيږي که تر هغې وروسته پيپلز پارټي هر وخت تيار دى.
د پارټۍ مشرانو د بلاول بهټو زرداري سره په بلاول هاؤس لاهور کې ليدلي چې پکې د سياسي صورتحال او د سپريم کورټ په فيصله خبرې اترې شوي دي.
په دې موقع بلاول بهټو زرداري اوويل چې سپريم کورټ پوره سزا ورکړې ده، پيپلز پارټۍ ته هيڅ فرق نه دے، مونږ جمهوري پارټي يو او ديارلسم ټولټاکنو کښې مونږ ته د فيصلې روحيه کتل پکار دي د سترې محکمې په تفصیلي پریکړه کې.
بلاول بهټو زرداري د پارټي تنظيمونو ته د ټولټاکنو د تيارۍ هدايت وکړو او ويې ويل چې د قامي او صوبائي اسمبلۍ د اميدوارانو کاغذي کار دې په يوه هفته کښې مکمل کړے شي، کومو کانديدانو چې پخوا ښه کارکردګي کړې وي هغو ته به ټکټونه ورکړے شي۔
هغه وویل چې د ټکټونو په اړه به وروستۍ پریکړه پارلماني بورډ کوي.
ياده دې وي چې تيره ورځ د پنجاب او خېبرپښتونخوا اليکشن ازخود نوټس کيس کښې سپريم کورټ په ۹۰ ورځو کښې په دواړو صوبو کښې د بلدياتي انتخاباتو کولو حکم ورکړے وو۔