په اسلام اباد کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او له محکمو بهر پر لاريونونو بنديز لګول شوى دى

0
48

باغی ټی وی رپورټ
په اسلام اباد کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او له محکمو بهر پر لاريونونو بنديز لګول شوى دى.

د اسلام اباد کېپيټل پوليس وياند ترمخه په وفاقي پلازمينه کې دفعه 144 نافذه ده او دترهگرۍ پشمول دنورو خطرونو په نظر کې نيولو سره دحفاظت سختولو احکامات جاري کړل شوي دي.

د ویاند په خبره یوازې وکیلانو، خبریالانو او اړوندو کسانو ته به د محکمې ودانۍ ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

ياده دې وي چې د اسلام اباد په جوډيشل کمپلکس کې د ورانکارۍ او ګډوډۍ په تور د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان په ګډون د پي ټي ايي د ٢١ مشرانو په ضد د رامنا پوليس سټيشن کې مقدمه درج شوې وه.

Leave a reply