د اصف زرداري د وژلو د سازش په مقدمه کې نن هم پر شيخ رشيد تور نه دی لګول شوی

باغي ټی وی رپورټ
د اصف زرداري د وژلو د سازش په مقدمه کې نن هم پر شيخ رشيد تور نه دی لګول شوی.
د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې د شيخ رشيد خلاف اصف زرداري باندې د عمران خان د وژنې د سازش د تورونو په اړه د مقدمې اورېدنه وشوه۔ شیخ رشید د جوډيشل مجسټریټ عمر شبیر په عدالت کې د طبي بنیادونو له وجې د حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست جمع کړی دی.
په درخواست کښې دريځ خپل کړے وو چې هغه ناروغه دے، ډاکټرانو د استراحت مشوره ورکړې ده، هغه نن عدالت کښې نه شې وړاندې کولے، د حاضرۍ نه دې استثنیٰ ورکړے شي، درخواست سره د شيخ رشيد ميډيکل رپورټ هم ضميمه کړے شوے دے۔
عدالت د شیخ رشید د حاضری نه د استثنیٰ درخواست نن د طبی بنیادونو په بنیاد منلی او د فرد جرم لپاره د مارچ ۲۱ نیټه ټاکلې ده.
ياده دي وي چي په شيخ رشيد باندي نن فرد جرم لګولے شوے وو، عدالت د هغه حاضري يقيني کولو حکم ورکړے وو، پوليسو تيره اوريدنه عدالت ته د مقدمي چالان جمع کړے وو۔






