د ليفټننټ جنرل ريټايرډ امجد شعيب د نظربندۍ دوران عکس په سوشل ميډيا وائرل شوے دے
باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د ليفټننټ جنرل ريټايرډ امجد شعيب د نظربندۍ دوران عکس په سوشل ميډيا وائرل شوے دے۔
شنونکی لیفټیننټ جنرال ریټایرډ امجد شعیب په دې وروستیو ورځو کې د اسلام آباد پولیسو د هغه له کور څخه د ادارو په وړاندې د کرکې د پارولو او خپرولو په قضیه کې نیولی و.
په سوشل ميډيا وائرل شوي تصوير کښې ليدل کيږي چې ليفټننټ جنرل ريټايرډ امجد شعيب په حوالات کښې لاسونه تړلي ولاړ دي.
ياده دي وي چي د ګرفتارۍ نه پس امجد شعيب د جوډيشل مجسټريټ عباس شاه په عدالت کښي وړاندي کړے شوے وو، د رامنا پوليس سټيشن تحقيقاتي افسر، استغاثه او د امجد شعيب قانوني ټيم هم عدالت ته حاضر شو۔ د استغاثې لخوا امجد شعیب ته د ۷ ورځو جسماني ریمانډ غوښتنه شوې وه.
خو عدالت د امجد شعيب د جسماني ريمانډ په درخواست فيصله وکړه او د هغه درې ورځنې جسماني ريمانډ ئې ورکړو او پوليس ته ئې حواله کړے دے۔