د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د سپريم کورټ په فيصله خپل ردعمل څرګند کړے او وئيلي ئي دي چي د محکمي ټولو پنځو ججانو زمونږ دريځ منلي دي
باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د سپريم کورټ په فيصله خپل ردعمل څرګند کړے او وئيلي ئي دي چي د محکمي ټولو پنځو ججانو زمونږ دريځ منلي دي۔
د عدالت د پرېکړې نه وروستو د سپريم کورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو کې فواد چوهدري وويل د نن ورځې فيصله د آئين فتح ده او دا يو متفقه فيصله ده، زمونږ دريځ د ټولو پنځو ججانو لخوا منل شوی دی.
ده ووئيل صدر به په پنجاب كښې د انتخاباتو اعلان كوي او ګورنر به په خېبرپښتونخوا كښې د انتخاباتو اعلان كوي٬ عدالت وفاق ته د امنيت او ټولو وسائلو د وركولو امر كړې۔
په دې موقع د پي ټي آئي وکيل علي ظفر وويل د پاکستان ټولو انتظامي چارواکو ته پکار ده چې د ججانو د اکثريت فيصله ومني، ټول د عدالت د فيصلې پابند دي، په دې کې هيڅ ابهام نشته.
شیخ رشید ویلي چې ولس دې ټاکنو ته تیاری ونیسي، دا لویه بریا ده، نن د اساسي قانون او قانون بریا ده، عدالت ولس ته پیغام ورکړی، چې په ۹۰ ورځو کې دې د پنجاب اليکشن کمشنر د انتخاباتو نیټه وټاکي. د ولسمشر او د پي ټي اېم والي سره دې ټاکنې په ۹۰ ورځو کې وشي، دا د عمران خان بریا ده، پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت جوړېږي.