د بنچ دوو غړو د درخواستونو په منظورۍ اعتراض کړی او د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د پنځه کسیزه بنچ په پرېکړه یې د اختلاف یادداشت لیکلی دی

0
84

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د بنچ دوو غړو د درخواستونو په منظورۍ اعتراض کړی او د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د پنځه کسیزه بنچ په پرېکړه یې د اختلاف یادداشت لیکلی دی.

جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل د فيصلې په اړه اختلافي نوټ ليکلی، چې پکې ويل شوي چې دا کېس د ارټيکل 184/3 لاندې د اورېدو وړ نه دی، عدالت بايد په داسې کېسونو کې د خپل 184/3 واک استعمال نه کړي.

اختلافي نوټس کې وئيل شوي چې لاهور هائي کورټ دانتخاباتو په اړه خپله فيصله وړاندې کړې ده، سپريم کورټ په هاي کورټ کې دمنظم شوې مقدمې پخپله نوټس نۀ شي اخستى، پيښور اؤ لاهور هائيکورټ دانتخاباتو درخواستونه په نخښه کړل. درې ورځې د جسټس يحيى آفريدي او جسټس اطهرمن الله نوټس متفق دے

په اختلافي یادداشت کې دغه راز ویل شوي، چې د ټاکنو په اړه د اتوماتیک نوټس اخیستلو غوښتنې رد شوي، په دې اړه هېڅ ډول اتوماتیک نوټس نه دی راغلی، په ۹۰ ورځو کې د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنې ردېږي.

Leave a reply