په بهادراباد کې وسله وال شکمن کسان له بلډر څخه د شپږ کروړه روپو د لوټلو وروستو تښتېدلي دي
باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: په بهادراباد کې وسله وال شکمن کسان له بلډر څخه د شپږ کروړه روپو د لوټلو وروستو تښتېدلي دي.
د پوليس وينا ده چي راحيل عبدالغفار په بهادر آباد پوليس سټيشن کښي ايف آئي آر درج کړي دي او وئيلي ئي دي چي هغه د ډيفنس فيز ٤ د استوګني او تعميراتي کار سره تعلق لري۔
د مدعي په وينا، تېره شپه يې په بهادراباد کې له خپل دفتره په موټر کې له پيسو سره وتلى و، چې د ناهيد سوپر سټور ته څېرمه په يوه بل موټر کې د دوو تورنو کسانو په موټر سايکل سپاره ودرول شو.
د ايف آئي آر ترمخه ملزمانو د ګاډي نه د بلډر موبائيل فون واخستو او بيا د ګاډي سره وتښتيدل۔
د راحیل عبدالغفار په وینا، د ګاډو په ټرک کې د 5 کروړه 94 لاکه روپۍ او نور قیمتي سامان موجود وو.
د پولیس وینا ده چې په دې لړ کښې د څلور ملزمانو خلاف مقدمه درج کړې شوې ده.