د نړۍ ترټولو بډایه خلقو په 2022 کې د جیو پولیټیکل شرایطو په شمول د انرژي او اقتصادي بحرانونو له امله 10 ټریلیون ډالر له لاسه ورکړي

0
103

باغي ټی وی رپورټ
د نړۍ ترټولو بډایه خلقو په 2022 کې د جیو پولیټیکل شرایطو په شمول د انرژي او اقتصادي بحرانونو له امله 10 ټریلیون ډالر له لاسه ورکړي.

د نایټ فرانک ویلت د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې ۲۱۸۰۰۰ کسان تر ټولو شتمن ګڼل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې یې ټوله شتمني ۱۰ سلنه کمه شوې ده.

دا په یوه کال کې د نړۍ د شتمنو کسانو په شتمنۍ کې تر ټولو لوی کمښت دی.

دا راپور له ۲۰۱۰ کال راهیسې هر کال خپرېږي.

په راپور کې ویل شوي چې د نړۍ تر ټولو شتمنو کسانو له ډېرو کلونو راهیسې ډېر عاید درلود، خو ۲۰۲۲ کال د دوی لپاره یو تاریخي ګوزار وو. د راپور له مخې، د اوکراین د کړکیچ له امله اروپا د انرژۍ د سرچینو له کمښت سره مخ شوه په داسې حال کې چې د انفلاسیون کچه تاریخي کچې ته لوړه شوې، چې په ټوله نړۍ کې د سود د نرخونو د چټک زیاتوالي لامل شوی.

راپور وايي، د شتمنو په شتمنۍ کې کمښت د حیرانتیا خبره نه ده ځکه چې په 2022 کې په مالي پالیسیو کې ډراماتیک بدلونونه لیدل شوي.

په اروپا کې د بډایه خلقو شتمني په 2022 کې تر ټولو ډیره کمه شوې، 17٪ په پرتله، په اوقیانوس کې 11٪، په امریکا کې 10٪، په آسیا او منځني ختیځ کې 7.7٪، او په افریقا کې 5٪.

کارپوهانو چې دا راپور یې ترتیب کړی ویلي چې د اقتصادي بحران سره سره د نړۍ بډایه خلکو خورا ګران ملکیتونه اخیستي.

Leave a reply