د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) پاپوش نګر کې کاروايي په مهال دوه شکمن کسان نيولي او درنه وسله او بارودي مواد يې ترلاسه کړي دي

باغي ټي وی رپورټ
کراچۍ: د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) پاپوش نګر کې کاروايي په مهال دوه شکمن کسان نيولي او درنه وسله او بارودي مواد يې ترلاسه کړي دي.
د سي ټي ډي چارواکو وينا ده چې ناظم آباد پاپوش نګر کښې کاروائي دوران 2 ملزمان فهد بلوچ او ظاهر بلوچ نيولي شوي ددوي نه يو ميل کلاشنکوف، 17 9 ايم ايم پستول او 6500 مختلف قسمه ګولۍ او 9 ايم ايم پستول او 34 ميگزين برآمد شوي دي۔
د سي ټي ډي چارواکو وينا ده چې دوي ته داسې معلومات ترلاسه شوي وو چې ملزمان د ترهګرئ منصوبه بندي کولو په غرض د وسلو يوه لويه خيمه کراچۍ ته منتقل کول غواړي۔
د چارواکو وینا ده چې ملزم ظاهر بلوڅ تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوی، څو ځله جیل ته تللی او د عادی مجرم دی، د ملزم خلاف په سی ټی ډی پولیس سټیشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده.





