د پنجاب پخواني ګورنر مخدوم احمد محمود ملک د بحران نه د ویستلو لپاره یو بې مثاله تجویز وړاندې کړ.

0
189

باغي ټی وی رپورټ

د پنجاب پخواني ګورنر مخدوم احمد محمود ملک د بحران نه د ویستلو لپاره یو بې مثاله تجویز وړاندې کړ.

په رحیم یار خان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان پيپلز ګوند جنوبي پنجاب صدر او پخواني ګورنر مخدوم احمد محمود وویل چې مونږ د دوبۍ په پرتله پټرول ارزانه خرڅوو.

هغه وويل که زما په وس کې وي نو د پټرول بيې په في ليټر ٥٠٠ روپۍ زياتې کړم. مخدوم احمد محمود وويل چې که د بجلۍ يونټ سل روپۍ وي نو څوک به درنې څراغونه نه چلوي، د هېواد د ژغورلو لپاره بايد د ګازو بيه لس سلنه لوړه شي.

هغه زیاته کړه، که مشران د ولس له خبرو اورېدلو سیاست ته دوام ورکړي، هېواد به پاتې نه شي.

Leave a reply