جسټس (ر) ناصره جاوېد وئيلي دي چې ججان دې په يو بل باندې د تنقيد کولو پرځاى په خپلو پرېکړو خبرې وکړي
باغي ټي وی رپورټ
جسټس (ر) ناصره جاوېد وئيلي دي چې ججان دې په يو بل باندې د تنقيد کولو پرځاى په خپلو پرېکړو خبرې وکړي.
جسټس (ر) ناصره جاوېد د جيو نيوز پروګرام “کيپيټل ټاک” کې د خبرو پر مهال وويل چې د قاضيانو تر منځ وېش ډېر شوی دی.
هغه وويل چې قاضيان بايد پر يو بل د نيوکې پر ځاى په خپلو پرېکړو خبرې وکړي.
د پاکستان تحريک انصاف وکيل بيرسټر علي ظفر وويل د بنچ جوړول د چيف جسټس واک دی.
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) سنېټر کامران مرتضی وویل چې چیف جسټس باید دا اختیار په مناسبه توګه وکاروي.