د پاکستان مسلم ليګ نواز مشرې او چيف آرگنائزر مريم نواز کارکونکو ته لارښوونه کړي دي چې ټولټاکنو ته تياري ونيسي، له خلکو سره رابطې زياتې کړي.

0
79

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ نواز مشرې او چيف آرگنائزر مريم نواز کارکونکو ته لارښوونه کړي دي چې ټولټاکنو ته تياري ونيسي، له خلکو سره رابطې زياتې کړي.

مريم نواز په ساهيوال کې د مرکزي تنظيم غونډې ته په خپله وينا کې کارکنانو ته هدايات ورکړ چې د هغو کردارونو نومونه دې ولس ته ووايي چې افراطيت، بې روزګاري او اقتصادي تباهي يې راوستې ده.

مريم وويل، تنظيمي کنوانسيونونو ته د ښځو او ځوانانو ډېر راتل، همدا اصلي بدلون دى، چې له ستونزو څخه د خلکو په راويستلو کې تاريخي رول ولوبوي.

Leave a reply