پیښو سره د مبارزې وزارت خوست او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

0
92

پیښو سره د مبارزې وزارت خوست او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

28 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت پیښو سره د مبارزې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت خوست او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

 

د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۱۲ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي و، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

 

له دغو مرستو هري کورني ته ۱ باب خیمه،۲ تختې کمپلې،۱ دانه ایمرجنسی کیټ،۱ دانه فامیلی کیټ،۳ جوړه څپلکې، ۱۵ کلچې دلاسو مینځلو صابون، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویی وریجی، ۵۰ کیلو غنم،۲ کارتنه مګي آش،۶ بوتله مربا،۱ کیلو تور چای او ۱۰ لیټره غوړي ووېشل شول.

 

او همدا راز د ښځو د پیاوړتیا مرکز (ECW) د پنجشیر ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ په ۱۹۰ مستحقو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشله.

اړوند موضوعات

پیښو سره د مبارزې وزارت د Union Aid مؤسسې په مالي همکارۍ میدان ودرګ کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

 

هرې کورنۍ ته درې بورۍ اوړه، لس لیتره غوړي او ۵ کیلو دال وویشل شول.

Leave a reply