د عمران خان په ضد د توشه خانې کېس کې د هغه وکيل د اورېدنې د پنځو ورځو لپاره د ځنډولو غوښتنه کړې چې پرې قاضي غصه څرګنده کړه

باغی ټي وی رپورټ
اسلام اباد: د عمران خان په ضد د توشه خانې کېس کې د هغه وکيل د اورېدنې د پنځو ورځو لپاره د ځنډولو غوښتنه کړې چې پرې قاضي غصه څرګنده کړه.

د اسلام اباد په ضلعي او سيشن عدالت کې د عمران خان په ضد د توشه خانې ريفرنس اړوند د جنايي مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې د هغه وکيل علي بخاري عدالت ته او د الېکشن کمېشن لخوا سعد حسن د وکيل په توګه وړاندې شو.
د اوريدنې په مهال د اليکشن کميشن او د عمران خان د وکيل ترمينځ لفظي شخړه شوې چې پکښې د عمران خان وکيل د اليکشن کميشن وکيل ته اوويل چې تاسو د اليکشن کميشن وکيل يئ، وکيل پاتې شئ، ترجمان مه جوړئ.

علي بخاري عدالت ته وويل عمران خان څه موده وړاندې لاهور ته تللى دى، نن يې د جوډيشل کمپلکس په دوو محکمو کې حاضر شوى دى، نن به په دغه عدالت کې حاضر نه شي.

د عمران خان وکيل د اورېدنې تر ۵ ورځو پورې د اورېدنې د ځنډولو غوښتنه وکړه، نو قاضي په غوسه څرګنده کړه او ويې ويل چې دا څوک دي، عمران خان د جي ١١ په عدالتونو کې حاضرېدای شي، په عدالت کې نه، عمران خان به جوډيشل کمپلکس کې حاضر وي. دې ته به وخت پاتې نه وي، دا څه تګلاره ده، دلته به تورونه لګول کېږي، دلته راشه، تورونه دې ثبت شي او بیا لاړ شي.

د قاضي د څرګندونو په اړه علي بخاري وويل چې خواجه حارث په دې مقدمه کې د عمران خان وکيل دى، هغه نن په دې عدالت کې حاضر نه دى.

ورسته ايډيشنل سيشن جج ظفراقبال د توشه خانه کيس کښي عمران خان ته نن يو ځل بيا طلب کړے دے۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载