په قومي اسمبلۍ کې په ډاګه شوې، چې د يو کال په موده کې د وزيرانو پر بهرنيو دورو ۶۵۲ ميليونه روپۍ لګول شوي دي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: په قومي اسمبلۍ کې په ډاګه شوې، چې د يو کال په موده کې د وزيرانو پر بهرنيو دورو ۶۵۲ ميليونه روپۍ لګول شوي دي.
د شورو په ورځ د پوښتنو دمې په مهال په اسمبلۍ كښې د اپوزيشن غړي غوث بخش مهر د پوښتنې په ځواب كښې چې په يو كال كښې د وزيرانو په خارجي دورو څومره لګښتونه شوي دي٬ د حكومت لخوا په ليكلي ځواب كښې ووئيل چې په يو كال كښې 25 وفاقي وزيران شوي دي۔ په خارجي سفرونو شپږ کروړه 52 لاکه روپۍ خرچه شوې چې پکښې د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل له يو کروړه روپو نه زيات خرچ کړي دي۔
قومي اسمبلۍ د ټولو تفصيلاتو لپاره دا پوښتنه قائمه کميټۍ ته ليږلې ده. د حکومت لخوا د يوې پوښتنې په ځواب کې ايوان ته په ليکلې توګه وئيل شوي چې د کابينې ډويژن د ريکارډ له مخې د جنورۍ 2022 څخه تر دسمبر 2022 پورې 25 وزيرانو او وزيرانو خارجه ملکونو ته سفرونه کړي چې په هغوي کې تر ټولو زيات وفاقي وزير ؤ. د صحت لپاره عبدالقادر پټېل .په دغه سفر باندې يو کروړ څلور لاکه 20 زره روپۍ خرچه راغلې ده۔
د سرمايه كارۍ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن باندې 37 لكه، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير شېري رحمان باندې 49 لكه، د مواصلاتو وفاقي وزير اسد محمود 18 لكه، نويد قمر 59 لكه، د دفاع پخوانې وزيرې پيداوار زبيده جلال په 9 لكه، د دفاعې پيداوار په وزير 26 لكه روپې۔ اسرار ترین: د دفاع په وزیر خواجه محمد اصف ۳۱ لاکه، خرم دستګیر ۲۶ لاکه، د وزیر مملکت مصدق ملک ۳۵ لاکه، پخواني وفاقي وزیر عمر ایوب ۱۵ لاکه، اسحاق ډار ۲۴ لاکه او نورو باندې یو لاکه روپۍ لګول شوي دي.