د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چې د شنګهائي تھرکول منصوبې نه د بجلۍ پېداوار شروع کېدو سره د نوازشريف او بېنظير خوب پوره شو

0
179

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چې د شنګهائي تھرکول منصوبې نه د بجلۍ پېداوار شروع کېدو سره د نوازشريف او بېنظير خوب پوره شو۔

اسلام اباد کې خبري غونډې ته دخبرو په مهال خرم دستګير وويل دشانګهائي ترکول په منصوبه دبريښنا دپيداوار کار پيل شوى دى، دا منصوبه 1320 ميگاواټ ده، د 330 ميگاواټ د تھل نوا پروژه هم بشپړه شوې ده.

خرم دستګير وويل چې د نوازشريف او بې نظير خوب پوره شو، په يو کال کې له تهر څخه 1980 ميګاواټه بجلي پيدا شوې ده.

وفاقي وزير وويل په تهر کې د ١٧٥ ارب ټنه د کوئلې ذخيرې موجودې دي او له دې ځايه د يو لک ميګاواټه بجلي پيدا کولو توان لري، په داسې حال کې چې د ايران او ګوادر ټرانسميشن لاين د سل ميګاواټه نوره بجلۍ واردولو کار بشپړ شوی دی.

Leave a reply