د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د اليکشن کمېشن د پرېکړې خلاف د احتجاج په مقدمه کې په عبوري ضمانت منظور کړی دی

0
163

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د اليکشن کمېشن د پرېکړې خلاف د احتجاج په مقدمه کې په عبوري ضمانت منظور کړی دی.

د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي راجه جواد د عمران خان عبوري ضمانت منظور کړ.

د عمران خان خلاف د سنګجاني په تھانه کښې مقدمه درج کړې شوې ده.

د ترهگرۍ ضد عدالت عمران خان ته د مارچ تر نهم پورې عبوري ضمانت د يو لکو روپو په ضمانت منظور کړی دی.

په بنکنګ کورټ کښې د عمران خان ضمانت هم منظور شوې دې
بل خوا د بنکنګ کورټ هم ممنوع الخروج فنډنګ کيس کښې د عمران خان ضمانت منظور کړې دې۔

د بنکنګ کورټ جج رخشنده شاهين د ممنوعه فنډنګ په مقدمه کې د عمران خان د ضمانت کولو پرېکړه اعلان کړه.

عدالت د اسلام اباد هائيکورټ د پرېکړې په رڼا کې عمران خان ته د فرورۍ په ۲۸مه د حاضرېدو امر کړی دی.

د پاکستان تحريک انصاف چئیرمین عمران خان اسلام آباد ته په 4 مختلفو کیسونو کښې د حاضریدو لپاره اسلام آباد ته رسیدلی دی، عمران خان د یو زیات شمیر خلقو سره جوډيشل کمپلیکس ته رسیدلی چرته چې هغه عدالت کښې وړاندې شو.

په دې موقع سخته ګډوډۍ ليدلې شوې، د پي ټي آئي کارکنانو د جوډيشل کمپلکس دروازه مات کړه او په لويه شمېره جوډيشل کمپلکس ته ننوتل، د جي 11 جوډيشل کمپلکس کښې سيکيورټي انتظامات ګډوډ کړل شول، د پي ټي آئي کارکنانو ټول خنډونه لرې کړل.

امنيتي اهلکار د فعالانو په مخنيوي کې پاتې راغلل چې له امله يې عمران خان د محکمې خونې ته دننه له ستونزو سره مخامخ شو.

د پي ټي آئي چيئرمېن د لاهور نه د خپل استوګنځي زمان پارک نه د سړک په ذريعه اسلام اباد ته رسېدلی وو، چې تر دې وړاندې عمران خان په الوتکه کې تللی وو، خو وروستو يې د روانېدو پروګرام بدلولو او په موټروې د تګ پرېکړه کړې وه.

عمران خان د څو ځلي احضارولو او د استثنی غوښتنه کولو وروسته د محکمې په حکم نن د حاضریدو پریکړه وکړه.

د پي ټي آئي چيئرمېن په اسلام آباد کښې د ترهګرۍ ضد عدالت او بنکنګ کورټ پشمول د سيشن عدالت په 2 مقدمو کښې په 4 مختلفو کيسونو کښې حاضر دے.

د عمران خان د رارسیدو په موقع د جی 11 کورټ او کچہری ته سخت سکیورټی انتظامات کړی شوی دی.

Leave a reply