د اسلام اباد هائي کورټ د قتل د کوشش په مقدمه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان موقت ضمانت منظور کړی دی

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د قتل د کوشش په مقدمه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان موقت ضمانت منظور کړی دی.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان د ضمانت درخواست اورېدنه کړې ده۔
های کورټ د عمران خان د ضمانت درخواست منظور کړی دی.
عدالت عمران خان ته د يو لاک روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو امر کړی او د هغه عبوري ضمانت يې تر نهم مارچ پورې منظور کړی دی.
عمران خان ولاړ شو او د عبوري ضمانت په ورکولو یې د عدالت مننه وکړه.
ياده دي وي چي محسن شاهنواز رانجها د عمران خان خلاف د قتل د کوشش ايف آئي آر درج کړي وو۔
د الېکشن کمېشن مخې ته د احتجاج په مقدمه کې د عمران خان ضمانت په اې ټي سي کې منظور کړی شو، په داسې حال کې چې په بنکنګ کورټ کې د ممنوع الخروج فنډنګ کېس کې د عمران خان ضمانت منظور شوی دی.
د توشه خانه کيس کښې ايډيشنل سيشن جج د عمران خان د نه حاضريدو له وجې د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړے دے۔






