په هند کښې د مودي حکومت د مخ په زیاتیدونکي بې نااصافې او ظلمونو څخه ستړي شوي د سیکانو ټولنه مجبوره شوه چې د ځان د ساتنې لپاره وسلې را واخلي

0
172

باغي ټي وي رپورټ
په هند کښې د مودي حکومت د مخ په زیاتیدونکي بې نااصافې او ظلمونو څخه ستړي شوي د سیکانو ټولنه مجبوره شوه چې د ځان د ساتنې لپاره وسلې را واخلي .

د هندي رسنیو په وینا، د سیکانو آزاد خالصتان غورځنګ په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی او په هند کې هم د خالصتان پلوه سیکانو او پولیسو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

په هند کې د بې عدالتۍ او افراطیت پر وړاندې د سکهانو په ټولنه کې ژوره غوسه ده.
سيکانو د مشر طوفان سينګ د نيولو پر ضد د پنچاب وارث تنظيم د پلويانو لخوا د اجناله په پوليس سټيشن بريد شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې له هندي پولیسو سره په نښته کې د پولیسو افسران او د دغه سازمان فعالان ټپیان شوي دي.

په هندي پنجاب کې د خالصتان پلويانو د اجناله د پوليسو په مرکز هم قبضه کړې ده.ياده دې وي، چې څه موده وروسته د برتانيې، کاناډا او اسټراليا په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د سيکانو د خپلواک رياست په اړه ريفرنډمونه شوي، چې په کې ميليونونو سکانو د رايې ورکولو حق کارولی دی.

Leave a reply