امریکا په ګوانتانامو زندان کې دوه بندیان پاکستان ته سپارلي دي.

0
169

باغی ټي وي رپورټ
امریکا په ګوانتانامو زندان کې دوه بندیان پاکستان ته سپارلي دي.د پنټاګون په وینا عبدالرباني او محمد رباني په ۲۰۰۲ کال کې نیول شوي وو.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، عبدالرباني د القاعدې او د هغه ورور محمد رباني ته د مالي او سفري اسانتیاوو د برابرولو په تور نیول شوی دی.

د پنټاګون په وینا، د ۲ کسانو له سپارلو وروسته د ګوانتانامو په زندان کې د بندیانو شمېر ۳۲ ته راټیټ شوی دی.

Leave a reply