آئي جي سنده په صوبه کښې د پوليس سيکيورټي واپس اخستو حکم کړے دے کوم چې غير متعلقه کسانو ته ورکړے شوې ده
باغی ټي وي ربورټ
کراچۍ: آئي جي سنده په صوبه کښې د پوليس سيکيورټي واپس اخستو حکم کړے دے کوم چې غير متعلقه کسانو ته ورکړے شوې ده.
آئي جي سنده غلام نبي ميمن په سندهـ کښي غير ضروري پوليس سيکيورټي په اړه مهم احکامات جاري کړي دي او د کورنو محکمي اجازت نه بغير ئي ورکړے شوي پوليس سيکيورټي واپس اخستلو حکم ئي کړے دے۔آئي جي سندھ وويل دا خبره معلومه شوې ده چې پوليس سيکورټي غير متعلقه کسانو ته ورکړې شوې ده، ټول افسران دې سرټيفيکټ جمع کړي چې پوليس سيکورټي غير متعلقه کسانو ته نه ده ورکړې شوې۔آئي جي اوويل چې که چرې خلاف ورزي ثابته شوه نو د متعلقه افسرانو خلاف به مقدمه درج کولې شي۔