د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د جيل بهرو تحريک اعلان کړې دې،وایی چې نن په پنډۍ کښې ګرفتاري ورکوو.
باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د جيل بهرو تحريک اعلان کړې دې،وایی چې نن په پنډۍ کښې ګرفتاري ورکوو.
د پي ټي آئي مشرانو سره يو خبري کانفرنس کښي شيخ رشيد اوويل چي جيل بهارو به نن په پنډي کښي کميټي چوک کښي ګرفتاري کوي چي پکښي به اولني شپږ ايم اين ايز او څوارلس ايم پي اے نيولي شي۔هغه وویل چې لومړی به عامر کیاني ونیول شي.شیخ رشید ویلي، راتلونکي ۷۲ ساعته د پاکستان لپاره مهم دي، اوس د هیچا پلار د ټاکنو مخه نشي نیولی.