د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وايي د عامو انتخاباتو مسله په عدالتونو کې روانه ده او په دې اړه به خبرې نه کوي

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وايي د عامو انتخاباتو مسله په عدالتونو کې روانه ده او په دې اړه به خبرې نه کوي.
د لاهور په نېشنل کالج آف آرټس کې د سپېشل ماشومانو غونډې ته د وینا پر مهال د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان وویل چې ځینې خلک پخپله آئین ماتوي او د آئین ماتولو شکایت کوي.
ده ووئيل د عامو انتخاباتو معامله په عدالتونو كښې روانه ده نو په دې اړه به خبرې نه كوي۔
له بلې خوا د پنجاب ګورنر د تعلیم د کچې د کمیدو په اړه وویل چې هر کال نوي ماشومان سکولونو ته داخلیږي خو د هغو ماشومانو شمیر چې سکولونو ته نه ځي لا هم کم شوی نه دی.