آل پاکستان مري اتحاد د بارکان پېښې په ضد د احتجاج ختمولو اعلان کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
کوټه: آل پاکستان مري اتحاد د بارکان پېښې په ضد د احتجاج ختمولو اعلان کړی دی.
په بارکان کې د رامنځته شوې پېښې پر ضد مری اتحاد په ریډ زون کې د درېیو جسدونو سره خپل دھرنا روانه وه، په داسې حال کې چې د خان آف کلات ورور سناتور اغا عمر احمدزی په ریډ زون کې د احتجاج ختمولو اعلان وکړ.
د قومي جرګې استازي د خان آف کلات د ورور شهزاده عمر احمد زۍ په مشرۍ کې غونډې ته رسېدلي، چې له قومي مشرانو سره سردار سخي جان سمالاني هم موجود وو.وروسته له هغه چې خان آف کلات د دھرنې ختمولو اعلان وکړ، د میر نعمت مری په ګډون یو شمېر ګډونوالو د دھرنې له پای ته رسېدو سره مخالفت وکړ.
خو د آل پاکستان مری اتحاد مشرانو مهرالدین مری او جهانګیر مری هم د دھرنا ختمولو اعلان کړی دی.مهر الدين مري وويل زمونږ غوښتنې پوره شوې، د دھرنا ختمولو اعلان کوو، زمونږ نورې غوښتنې هم منل شوې دي.د مری اتحاد چیرمین مهر الدین مری وویل چی د صوبایی وزیر عبدالرحمان کیتران او د خان محمد مری کورنی نیول شوی دی ولی د خان آف قلات د ورور شهزاده عمر د اعلان نه پس دھرنا ختم کړے شوی ده.
مهر دین مري وویل، ګران ناز او لور به یې د کراچۍ میډیکل ته وړل کېږي او مړي به یې د ډي این اې لپاره وړل کېږي او د جنازې اعلان به وروسته کېږي.