د بلوچستان د جيلونو محکمه له مالي مشکلاتو سره مخ ده

0
117

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د جيلونو محکمه له مالي مشکلاتو سره مخ ده، بنديانو ته د راشن ورکولو قرارداديانو ګواښ کړی دی چې د دوه کالو راهسې د معاشونو د نه ادا کولو په صورت کې به د راشن سپلائي بند کړي.

د بلوچستان د ١١ جيلونو او جوډيشل لاک اپونو بنديانو ته د خوراک راشن ورکونکي قرارداديانو د فرورۍ تر ٢٨مې پورې محکمو ته په خپلو درخواستونو کې د دوو کلونو د بقاياوو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

که نه نو زندانیانو ته به د راشن سپلائی بند کړی شي.په دې لړ کې د زندانونو د څانګې چارواکو ویلي چې د مالي کال 2021-22 په دوران کې د زندانونو قراردادیانو ته ۵ کروړه او ۱۱ لکه روپې ورکول دی او د روان کال ۱۱ کروړه ۷۵ لکه روپې نورې هم ورکول دي.

Leave a reply