د لاهور هائي کورټ کښې د پي ټي آئي د بندي مشرانو د بخښنې لپاره دائر درخواست باندې د اورېدنې په مهال د جج د څرګندونو له وجې د عدالت په کمره کښې خنداګانې خپرې شوې.

0
77

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ کښې د پي ټي آئي د بندي مشرانو د بخښنې لپاره دائر درخواست باندې د اورېدنې په مهال د جج د څرګندونو له وجې د عدالت په کمره کښې خنداګانې خپرې شوې.

لاهور هائي کورټ کښې د پي ټي آئي د جيل بھرو تحريک دوران د نيول شوؤ مشرانو د خلاصون او خوشي کولو لپاره د داخل درخواستونو اورېدنه شوې چې په مهال عدالت د درخواست کوونکي له وکيل څخه پوښتنه وکړه چې ستاسو خلک ولې نيول شوي دي؟ په دې اړه د درخواست کونکي وکيل وويل مونږ جيل بهرو تحريک شروع کړې دې۔جسټس شهرام وکيل سره په خبرو کې وويل چې ولې عدالتونو سره لوبې کوې، وکيل وويل دا سمبولیک ګرفتارۍ دي، مونږ د ضمانت غوښتنه نه کوو، مونږ عدالت ته د خپلو حقونو تحفظ لپاره راغلي يو.

د درخواست کوونکي د وکيل په موقف باندې په عدالت کې خندا راغله، په دې اړه عدالت وويل چې تاسو پخپله د هغه د نيولو خبره کوله، اوس که هغه ونيول شي نو څه عاجله ده؟

Leave a reply